ایران اعتراف وکړ

comments 0

هندوګش – ایران : د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، ایران ته ځینو هېوادونو وړاندیز کړی چې په افغانستان کې له داعش او یا طالبانو ملاتړ وکړي او د جګړې لپاره امکانات ورته برابر کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په کنفرانس کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو دا اعتراف یې کړی چې وړاندیزونه ورته شوي.
افغانستان او امریکا ځینې اسناد او شواهد موندلي چې ایران د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې له طالبانو سره همکاري کوي او دغه راز د ایران په سرحدي سیمو کې یې طالب مشرانو ته کورونه ورکړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په غونډه کې په سعودي عربستان هم لفظي برید کړی چې ګنې په اسلامي هېوادونو کې تاوتریخوالي ته لمن وهلي.
خو سعودي عربستان استازي بیا په همدې غونډه کې ویلي چې ایران اوس د سوريې تر څنګ په یمن کې هم د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي په زیاتوالي کې لاس لري.
افغانستان بیا له ایران غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای دې له افغانستان سره مرسته وکړي چې د ترهګرۍ ګواښونه له منځه یوسي.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply