ایران، د طالبانو او داعش د جلب او جذب لپاره ښه ادرس( څيړنيز راپور)

comments 0

117 Views

هندوکش:اوس اوس ځينو رسنیو داسې اسناد موندلي چې پکې ښودل کيږي چې ایران له سوريي او عراق څخه په تيښته داعشیانو ته زمينه سازي کوي څو افغانستان ته راشي.

له دې سره سره چې ایران په ظاهره له داعش سره د دښمنۍ نغاره ډنګولې خو د پردې تر شاه په سوریه او عراق کې د شویو څيړنو په لړ کې ويل کيږي چې ایران د داعش پټ ملاتړ کوي.

يو بهرني لیکوال او د استخباراتي چارو څيړونکي په نوې لیکنه کې« داعشيان له عراق او سوريي څوک افغانستان ته استوي؟» راغلي دي چې ایران په سیمه کې د مخربانه سياست په لرلو سره نه غواړي هيڅ اسلامي هیواد امنيت ولري بلکه برعکس غواړي په هر اسلامي هیواد کې له مذهبی او فرقوي تاوتریخوالي په استفادې خپلې موخې وڅاري.

لیکوال لیکلي دي:« په عراق او سوريه کې  د سني سياستوالو د ځپلو او شيعه سیاستوالو د پیاوړتيا لپاره د ایران د نيغ په نيغه لاسوهنې کول ډير سخت وو، د داعش له را ټوکیدو سره سم په اوایلو کې ایران داعش دومره پياوړی کړ چې د عراق او سوريې ډيرې برخې يې ونيولې، وروسته يي ددې ډلې پر ضد عملیات پيل کړل چې په دې عملیاتو کې روسان هم ور شامل شول او په سوریه او عراق کې تر دې دمه د نړۍ والو ادارو څيړنې ښيي چې تر داعش ډير زیان پکې ولس ته رسيدلی دی. بله لوبه ایران په يمن کې پيل کړه په يمن کې د حوثي ياغیانو روان بغاوت او پر دوی د سعودي عربستان پوځي حملات هم د ایران بله لوبه وه، په سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته ایران هڅې پيل کړي دي څو د پاکستاني زينبيون ډلې شيعه مذهبي افراطيان د حوثي ياغيانو په ترکيب کې يمن ته ولیږي.»

نوموړی لیکی:« د فاطميون په نوم د افغان کډوالو جوړښت او د زينبیون په نوم د پاکستاني شيعه ګانو د زرګونو وسله والو شته ترکيب ایران ددې لپاره نه وو جوړ کړی چې سوريه او عراق له داعشه خلاص کړي او امنيت پکې راولي بلکه برعکس عراق او سوریه ایران ته د وسله والو د روزنې او زور ښودنې يو ښه ادرس وو، اوس ایران غواړي فاطيميون ډله په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره وکاروي.»

لیکوال ليکي:« په افغانستان کې د فاطمیون شتون ته ځينې وسايل په کار دي او ښه وسيله د داعش پياوړتیا ده، ایران له عراق او سوريي څخه تښتيدونکي داعشیان د ترکيي سره په ګډه پوله کې تسليموي او بیا يي په ازادنه ډول افغانستان ته رسوي چې هلته يي يوه برخه شمال ته لیږل کيږی او بله برخه يي د افغانستان ختيځ ته ځي.»

لیکوال مخکې کاږي:« د فاطميون په جګړه او وژنو روږدي افراطيان په ایران کې د ننه هم د منلو نه دي، هسې خوشې کول يي هم سخت کار دی، بل لوري ته له عراق او سوريي تښتيدونکي داعشي افراطي نظر لرونکي وسله وال هم ایرانۍ ضد دريځ لري حال دا چې دوی د پردې تر شاه له پټې لوبې نه دي خبر نو ځکه خو ایران غواړي چې فاطميون او داعش په افغانستان کې بوخت وساتي او يو ډول نه يو ډول خپلې موخې ته ورسيږي.»

لیکوال مخکې لیکي:« په زاهدان او مشهد کې د طالبانو د دفترونو، کورنو،روزنیزو مراکزو او جلب اوجذب لپاره په مظلومو افغانانو باندې د سپاه پاسداران پټ کار يي هم بله برخه ده. په ایران کې يو زيات شمېر افغانان له کورنیو سره او ځينې نور جره ژوند لري، دوی ټول فقر او بیکاري اړ کړي چې پر ځان سختې تيرې کړي او ایران ته ولاړ شي خو هلته بیا کیسه بل څه ده. د طالبانو پياوړتيا د افغان وژنې د دوام لپاره بله ښه پروژه ده چې که چیرته له مذهبي او کلتوري پلوه د افغانستان په نابلده جغرافيه کې له نورې نړۍ راغلي ترهګر لاسته راوړنې ونلري نو ایران به له طالبانو  کار واخلي چې اوس اوس په فراه او نيمروز کې ایران عملا داعشيان د ځان په ګټه کاروي.»

نوموړی کاږي:« د طالبانو وژل شوي مشر ملااخترمحمد منصور ددې کار پيل وکړ او تر وژل کيدو يوه اونۍ مخکې ایران ته د سفر موخه يي دا وه څو طالبان د پاکستان تر څنګ له ایران سره هم نيږدې کړي، نوموړی په دې هڅه کې بريالی شو خو د بیرته را ستيندو پر مهال امریکايي الوتکو په نښه کړ او يي واژه ، طالبانو ایران ته د مولوی نيک محمد په نوم يو کس د زاهدان د دفتر د مسول په توګه وټاکه، صدرابراهيم په مشهد کې دفتر پرانیست او يوه بله برخه يي روسانو ته ور نيږدې شوه.»

يادې خبرې په داسې حال کې رسنیو ته راوتلي دي چې ایران په ډير مهارت سره د دوست او دښمن په جامه کې غواړي په افغانستان کې دوه مخې لوبه وکړي.

شنونکي وايي چې د ایران دا کړنې ډيرې خطرناکې دي او افغان ولس ته په کار دي چې سره له اوسه يي په مخنیوي کې هڅې پيل کړي ځکه ایران د نورو په توپير غواړي افغانستان له سياسي، مذهبي، کلتوري او اقتصادي لارې اشغال کړي او وروڼه ولسونه د يو بل پر وړاندې ودروي.

يادې خبرې په داسې حال کې شوي دي چې د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار هم تر دې مخکې څو څو وارې په جلسو کې ويلي وو چې داعش د ایران پروژه ده او ایران غواړي د داعش او طالبانو پر مټ د افغان وژنې روان چار تيز کړي.

ژباړه او ډيرونه: سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments