ایبک کې سړي ښځه په تبر وژلې

comments 0

هندوکش – سمنګان: سمنګان ولایت کې پولیسو هغه کس نیولی چې خپله خواښې او ښځه یې وژلي دي.
د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي وویل د محمد په نوم هغه کس یې نیولی چې تېره شپه یې په مرکز ایبک ښار کې خپله ښځه د تبر په وسیله وژلې وه.
رحیمي زیاته کړه چې دغه کس څلور میاشتې وړاندې خپله خواښې هم وژلې وه، خو پولیس یې په لټه کې وو.
د رحیمي په وینا دغه کس تېره شپه بیا د خسر کور ته ورغلی او خپله ښځه یې هم وژلې، چې له پېښې څو شیبې وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د پولیسو ویاند وايي چې دغه کس خپل خسر او اوښی هم ټپیان کړي دي.
د سمنګان د پولیسو ویاند زیاتوي چې لومړني مالومات ښيي چې نوموړی کس په خپلې میرمنې بدګمانه شوی وو.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply