اچین کې ۹ داعش وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د پوځ مسوولین وایي، اچین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۹ داعش وسله وال وژلي دي .
په ختېځ کې د۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقافقیري وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د پیل شویو هوایې او ځمکني عملیاتو پر مهال یې د یادې ولسوالۍ په مامندره کې ۹ داعش وسله وال وژلي دي .
نوموړی وایې په عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د داعش وسله والو پرضد د افغان ځواکونو عملیات بریالي روان دي او زیاتې سیمې د داعش له شتون پاکې شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply