اچین کې ډله ییز قبر موندل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د ولسي خلکو ډله ییز قبر موندل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، موندل شوي جسدونه د کوټ ولسوالۍ ولسي وګړي دي، چې نږدې دوه کاله وړاندې داعش ډلې له ځانه سره برمته کړي و او بیا یې وژلي دي.
د کوټ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو ویلي، موندل شوي نهه جسدونه نه دي خراب شوي؛ خو درې جسدونه لا هم ورک دي.
د کوټ قومي مشر امیرخان وايي، داعشیانو دوه کله وړاندې دیرش کلیوال له ځان سر برمته کړي و، چې ځینې یې خوشې کړل، ځینې ووژل او ځینې نورو هیڅ درک نه دی مالوم.
اوس کوټ ولسوالۍ کې د سیمې خلک په داعش پسې پاڅیدلي او اجازه نه ورکوي چې په سیمه کې یې داعش فعالیت وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply