اچین کې پرداعش هوايي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: راپورونه وایي، د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامند او وچې ژورې سيمه کې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د معلوماتو له مخې دغه وسله وال مخالفين د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په دغه بريدونو کې د يادې ډلې يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.
د خوږیاڼي په خبره، په وژل شویو کې بهرني داعش جنګیالي هم وژل شوي چې یو قومندان هم پکې شامل دی.
د ننګرهار د اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش پرضد سخت ځمکني عملیات او هوایي بریدونه دوام لري چې نږدې هره ورځ پکې داعش وژل کیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply