اچین کې بهرني ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د پوځ مسوولین وایي، تېره ورځ افغان ځواکونو د اچین په مامند دره کې ځمکني عملیات کړي او دغه راز بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پر داعش ډلې بریدونه کړي.
په ختېځ کې د۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري وایي، عملیاتو کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي چې بهرني ترهګر هم پکې شامل دي.
د فقیري د مالوماتو په اساس، په یاده سیمه کې د داعش او لشکراسلام ډلې تر منځ هم نښته شوې ، چې په ترڅ کې یې د لشکر اسلام ډلې ۳تنه وژل شوي او ۴ تنه یې ټپیان دي.
دغه راز په دې نښته کې د داعش ۳تنه وژل وشوي او ۶ نور ټپیان شوي دي .
فقیري وایې په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply