اچین کې امریکایانو ته مرګ ژوبله اووښتې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې یو امریکايي سرتیري وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکولسن ویلي چې دغه امریکايي سرتیری د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د وسله والو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
تر اوسه مالومه نه ده چې دغه امریکايي سرتېری له کومې وسله والې ډلې سره په جګړه کې وژل شوی، خو پینټاګون ویلي چې په دې اړه به وروسته مالومات شریک کړي.
په نښته کې څلور نور امریکایي عسکر هم ټپيان شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply