اټو د محب په اړه اوازې رد کړې

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هغه راپور ناسم وباله چې ګڼې سکاټ میلر له هغې امنیتي غونډې وتی چې حمد الله محب په کې ګډون درلود.
وړاندې تر دې داسې راپورونه نشر شوي وو چې ګنې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان هغه امنیتي غونډه د احتجاج په ډول ترک کړې چې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په کې ناست و.
غوڅ ملاتړ ماموریت لیکلي میلر د ارګ په ناسته کې ګډون کړی خو له محب سره یې نه دي لیدلي.
د امریکا او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې امریکا کې محب په خلیلزاد نیوکه وکړه چې ګنې د ځان لپاره کار کوي.
دا نیوکه وروسته له هغې وشوه چې خلیلزاد له طالبانو سره قطر کې ۱۶ ورځې خبرې وکړې خو له افغان حکومت سره یې مالومات شریک نه کړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments