ايران د امريكا نوي ګواښونو په تړاو غبرګون وښود

comments 0

28 Views

هندوکش – ایران: تیره ورځ د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت نوي ټاكل شوي وزیر څرګنده كړه چې كه چېرې تهران په خپل دريځ كې بدلون را نه وړي نو د داسې اقتصادي او مالي فشار او بنديزونو سره به مخامخ شي چې په تاريخ كې سارى ونه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو په تیره ورځني ناستې کې وویل، د ايران سره د اتومي لانجې پر سر لاسليك شوى تړون ناقص و، ځكه يې لغوه كړى دى.
نوموړي زياته كړه چې د نوي تړون لپاره به د ايران سره خبرې اترې هم ونكړي.
نوموړي په مطبوعاتي ناستې کې یوه دولس ماده یې پړیکره لیک اعلان کړ چې پکې له سوريې نه د ټولو ايراني ځواكونو ويستل هم شامل دي.
د پمپو په وينا د پنټاګون سره د ايران د سيمه ايزو بريدونو د مخنيوي په موخه خبرې اترې هم روانې دي.
نوموړي دا هم وويل ټولو هېوادونو ته به داسې مسلكي ټيمونه وليږي چې له مخې يې پر ايران باندې د ټرمپ د نوو بنديزونو په اړه ورته معلومات وركړي.

په ورته وخت کې د ايران ولسمشر حسن روحاني د مایک پمپو په ځواب كې وويل چې، ته څوك يې چې د نړۍ په استازيتوب د ايران په اړه تصميم نيسې. اوس هغه وخت تللى دى چې امريكا په يواځې ځان پرېكړې كولې.
امریکا او ایران ترمنځ له ډیرو مودو را په دیخوا اړیکي ښه نه دي او له هغه وروسته نورې هم خرابې شوې چې ایران په سوریه کې له اسده خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments