اوکراین افغانستان کې سرتيري زیاتوي

comments 0

هندوکش – ناټو:له ناټو سره د اوکراین د همکاریو مشر، الیسکي هنچف ویلي، د ناټو په چوکاټ کې به په افغانستان کې خپل سرتيري له ۱۸ څخه ۲۹ تنو ته لوړ کړي.
نوموړي ویلي، افغانستان کې د ځواکونو زیاتول، نه یوازې د اوکراين سیاسي هوډ څرګندوي بلکې دغه ماموریت به دوی ته ښې تجربې په لاس ورکړي.
هنچف ویلي، چې دغه پرېکړه به په رسمي توګه د ناټو په راتلونکې سرمشریزه غونډه کې اعلان کړي.
خو په کور دننه بیا باور دا دی چې د ځواکونو زیاتوالی او دلته د جنګي تجربو ترلاسه کول د افغانستان لپاره د حل لاره نه ده، بلکې باید سولې ته کار وشي.
فکور نعیمي

Comments