اوو پاکستاني شرکتونه له نړۍ والو بندیزونو سره مخ شوي دي

comments 0

هندوکش: د امریکا حکومت پر اوو پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي او دوی د امریکا او نړۍ امنیت ته په ګواښونو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

ويل کيږي دې شرکتونو هڅه کوله څو د پاکستان د اټومي فعالیتونو د اکمالونکي ګروپ يوه برخه شي.

دا شرکتونه تر دې وروسته له نړۍ سره هيڅ ډول راکړې ورکړې نشي کولای.

په دې اوو شرکتونو کې دوه يي داسې دي چې اټومي او چاوديدونکي توکي به يي پاکستان ته وړل او ياد توکي په پاکستان کې هم کارول کیدل او دوی به بیا افغان طالبانو ته په افغانستان کې د بوشکي بمونو د جوړولو په خاطر په واک کې ورکول.

په دې شرکتونو کې د مشکو لوژستيک شرکت، سنګاپور او مشکو برښنايي شرکتونه يي مهمه هغه دي او څو نور يي سولشن انجينرینګ،اختر او منیر مسلکي انجينرۍ شرکت ، پرويز تجارتي شرکت او مارين سيسټم شرکت شامل دي.

پرپاکستان دا بندیزونه په داسې حال کې لګول شوي دي چې اوس اوس يي په خپله خاوره کې افغان طالبانو، حقاني شبکې، داعش، لشکر طيبه، لشکر جنګوي، القاعدې، ازبکستان اسلامي تحريک، د چين اويغورو او ډيرو نورو نړۍ والو ترهګرو ډلو ته روزنیز مرکزونه او استوګنځايونه ورکړي دي.

 

Comments