اوه ټنه نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د همدې اوونۍ له پیله تر اوسه اووه ټنه بېلا بېل نشه یې توکي نیول شوي دي.
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وایي، د هېواد په کچه یې ۷۸ عملیات کړي، چې په پایله کې یې اووه ټنه تریاک، چرس، امفیتامین، الکولي څښاک او نور نشه یې توکي نیولي دي.
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري وایي، د دې قضیو په تړاو یې ۹۳ شکمن کسان له ۱۲ موټرو، ۵۶ ټیلیفونونو، وسلو او ۱۸۷۰ ډالرو سره یو ځای نیولي دي.
د یادګاري په خبره په نیول شویو کې درې ملي پولیس او دوه هغه یې د ملي امنیت کارکوونکي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments