اوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې له خیبرپښتونخوا او پاکستان څخه پر راستنو شويو ۷ سوه کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
د کامې ولسوال عطاء الرحمن هډه وال وويل، چې د کډوالو چارو رياست په هڅو او د WFP اداري په مالي مرسته له پاکستان هېواد څخه پر راستنو شويو ۷ سوه کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
نوموړي وويل، چې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، يوه بوشکه غوړي، يو من دال او يو کيلو مالګه ورکړل شول.
ده وویل، چې دې ولسوالۍ ته پر راستنو شويو نورو کورنيو به دغه مرستې د پنځلس ورځو په ترڅ کې وويشل شي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply