اومنې کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته پيل شوې

comments 0

هندوکش – پکتیکا: راپورونه وايي، له تېرې شپې راهیسې د پکتیکا په اومنې ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده
د امنیت آمر وایي، نښتې د یادې ولسوالۍ په ځواکه سیمه کې پيل شوي چې اوس هم روانې دي.
د امنیت آمر وایي سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او تراوسه یولس طالبان وژل شوي دي.
ددغه حکومتي سرچینې په خبره په نښتو کې دوه پولیس هم ټپيان شوي دي.
د سیمې خلک وایي، له طالبانو سره پاکستاني طالبان هم ملتیا کوي او هڅه یې دا ده چې ځینې لارې د اکمالاتو لپاره خلاصې کړي.
عمران احمدزې

Comments