اومنه کې ۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا : د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې شپږو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور طالبان وژل شوي دي.
یوه امنیتي سرچینه وايي، ګڼو طالبانو تېره شپه د اومنې ولسوالۍ د ځواکې په سیمه کې دملي پولیسو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.
سرچینه وايي، برید کې دوه ملي پولیس شهیدان شوي او څلور وسلوال وژل شوي او څلور ملي پولیس ټپیان دي.
د پکتیکا پولیسو د دې جګړې په اړه رسنیو سره مالومات نه دي شریک کړي.
عمران احمدزی

Comments