اوس هم ناوخته نه دی! / امین الله عادل

comments 0

تل به یې رنګ زېړ الوتی ؤ. د خپلو پیسو ډېره برخه یې په داسې ناروغیو لګېدله، چې اصلي رېښه یې همدغه وه، کله کله خو به ناروغیو دومره ستر یرغل پرې راوړ، چې سم دم به د ښایسته مودې لپاره بې سده پروت ؤ. ټوله ورځ به یې زما او ستا د باغونو مڼې شمېرلې، د کلي د خلکو په جیبونو کې به یې پیسې ګڼلې، هر ځل به چې په پوله او پټی ګرځېده یو کرت به د بل چا پولې ته هم ودرېد داسې نه چې د هغه کښت ترې ښه وي.
نازکمیر د بابرکلا شتمن بلل کېده، تر نورو ټولو دده پولې او پټي ډېر وو، په فصل کې د نازکمیر پوله له ورایه ښکارېده، د فصل ښه ونه او ښه کښت د نازکمیر ؤ، خلک وايي چې نازکمیر په ځوانۍ کې د پوره څلورو تکړه ځوانانو کار کاوه، کرکیله او مالداري یې په فطري ډول داسې زده وه تا به ویل چې د کرهڼې په څانګه کې دکتورا لري. اوس یې پرځای خپلو څلورو زامنو بزګري کوله، دوی به ټول یوه تیاره وتل او بله تیاره به راتلل، خو د پولې او پټی کارونه به نه سامانه کېدل.
نازکمیر به د خپل باغ په سیوري کې خپل مال ځای ته څېرمه د یوې ونې لاندې په لمڅي ناست او ډډه به یې وهلې وه، د ورځې به یې له خپلو لمسیانو سره ساعت تېر ؤ. کله ناکله به یې چې د چا د پښو تراپا واورېده، ورته ځېر به شو او له ځان سره به یې وویل چې دا خنځیر چېرې رهی شوی؟ بیا به یې لاس په ټنډه ونیو څو دا وښي چې ځیر یې پیکه دی. غږ به یې په پرې وکړ، کوم یو یې؟ راشه دلته، چای وڅښه، څه حال ام دی؟ څوک به چې ورسره کیناستل په بنډار کې به یې ترې د خبرو د بیا بیا تکرار غوښتنه کوله: “بېدیا یې کړې اوس خو نه زما غوږونه څه اوروي او نه مې سترګې څه ویني. چا ته ټول عمر ځواني پاتې ده!، ما غوندې سړي ته مرګ پرده دی”.
په دې وروستیو کلونو کې د کلي وضعه ډېره بدله وه، کوچني ماشومان ښوونځیو ته تلل، د پوهنتون کلیمه هم نارینه او ښځو پېژنده، څوک ډاکټران شول او څوک انجینران. مګر نازکمیر “دادا” به تل خلک له پوهې راګرځول، تل یې (د ابه او ادې) د کلمې سپارښتنه کوله، کله ناکله به یې په جیب کې پتاسې هم اچولې وې، هغه چا ته به یې ورکولې چې مال یې پودلو او یا یې له سېپارې ښه نه راتلل.
په مجلس کې به نازکمیر د مکتب او مکتبیانو خبره کوله، بیا به یې سادکو ته غږ کړ:
– سادکو شته یې؟ تا ته خو مکتبیان ښه معلوم دی، هغه یو ځل خو دې په یاد دي؟!
– هو دادا، په ښار کې جشن ؤ، هر ځوان مکتبي به یوه ځوانه مکتبۍ تر لاس نیولې وه، تنګ او چسپ پتلون به یې اغوستی ؤ، مکتبیانې سرتورې وې، ټکرۍ مکرۍ د کومه شو! د خلکو په مخ کې به روانې وې. همدغو مکتبیانو وطن ړنګ کړ، کاپران دوی راوستل او جنګونه هم دوی کوي!
– هو، سادکو، کاپران چېرې موږ په ابرو او عزت کې پرېږدي! مخکې خو یوازې کمونستان وو، اوس خو ډېرې نورې بلاوې هم را پیدا شوی، وابیان یې بولي که څه شی، افغان ملتیای یې پسې بله ډله ده، ورک کړه، اوس خو ملان هم د بلا په لکۍ سواره دي، پخوا به ملا صاحبانو ویل چې دری اویا ډلې به را پیدا شي، یوازې یوه ډله، دا موږ او تاسې به جنت ته ځو، دا دوه اویا نورې ډلې به ټولې دوزخ ته ځی.
اوس په بابر کلا کې هره خوا د ماشومانو په لاسونو کې کتابونه لیدل کېدل. د نازکمیر به چې په کتاب سترګې ولګیدې، چورت به یووړ: ته وګوره د مجړي (میروجان) زوی ام دومره شو، چې اوس خلک معاینه کوي، دوا ورکوي هی هی. هغه بل کربوړي ته ګوره، په کور کې یې دوړه اوړه نه وو، اوس یې کلا شروع کړې، هغه ام سل په سل متره کې. ته اوس هغه د خیرن لمسی ته ګوره، والله کې یې ټول عمر د ګډلیې د لاسه د غېلمینې ټکلې مخ په سترګو لیدلی ؤ، اوس په کلی کې نه اوسي وايي چې په ښار کې په ماڼۍ کې اوسو، ای په کور دې ولوېږه…. داسې به له ځان سره بنګېده او غوسمېده. ”ورک کړه ورک کړه همدغه پوله او پټی ام ښه دي“.
بیا د پښو څپار شو، نازکمیر ورته ځیر شو، راشه کوم یو یې؟
– دادا زه یم، میروجان!
– ښه ښه، دلته کښېنه.
– خیر دی یو ځای به کینم
– نه نه دلته کښېنه
– راغلم چې دغه لکڼه درکړم، دا مې زوی ډاکټر شاولي درته راوړې، ویل یې چې دادا د کلي مشر دی، سپېنږیری دی دعا به را ته کا،
– ته را کړه، په والله چې دا خو ډېره ښه لکڼه ده، خیر دې یوسي شاولي جان خو د ما لمسی دی ، د ما! ډېر وخت مې نه دی لیدلی، پرون مې ام کور یاد کا. هغه خو ډېر ښه سړی دی! ته یې یو ځل را ولېږه، چې سترګې مې پرې یخې شي. ژور فکر یووړ: ”زه څومره کرکه ترې لرم او دوی بیا لکڼه را ته راوړي.. “!
لکڼه یې څو ځله په لاس کې واړوله را واړوله، په ډاکټر شاولي پسې یې ژر لمسی ولېږه، چې یو ځل راشي. ډاکټر شاولی چې راغی په ټنډه یې ښکل کړ، ژر یې لاس ورته بډې وهل، چې یو ځل یې فشار وګوري.
– ډاکټر صاحب، هره ورځ دې په کور کې یادوم، د وړو نیا ته مې څو ځله وویل دا وار چې ډاکټر صاحب راغی ما به خبروی چې یو ځل مې معاینه کړي، ته خو ما ته له ماشومتوبه معلوم وې، ابه ته دې ما څو ځله وویل چې دغه به ډېر تکړه سړی شي، دا دي زما خبره ریښتیا شوه. که څنګه هههه.
ډاکټر شاولي ته د نازکمیر دناروغۍ عوامل معلوم ؤ خو ددې لپاره، چې نازکمیر ته وښيی چې ګواکی دده د ناروغي عوامل اوس اوس را پیدا کوي، نو په ډېر دقت سره یې څو څو ځله د نوموړي سینه، تنفس، فشار، د سترګو کسي، پوستکی، ستونی… وکتل. بیا به یې یو ځل د کتاب پاڼه هم واړوله، تر نظر به یې تېره کړه بیا به یې معاینې ته مخه کړه.
– ډاکټر صاحب خیر یوسې، دا نور ډاکټران خو کتاب متاب نه لري، هسې سړی تر ځان تېروي.. فشار می هر وخت کارته او پورته کېږي، ما ته مې سږي سم نه برېښی، په سینه کې مې ام ډېره سږا وي….
– دادا! د بدن ټول غړي دې ښه جوړ دي، ښکاري، چې ستاسې د وینی سیستم منظم نه دی او ددې عامل ماته پرېشاني معلومېږي. خوشالي او خفګان په بدن ډېر اغیز لري. هغه خلک چې خوشاله دي ژر نه زړېږي، عمر یې اوږد وي خو څوک چې خفه وي هغوی ډېر ناروغه کېږي او ژر زړېږي. ډاکټران وايي چې یوه شېبه خفګان د دری سوه سېګرېټو د ضرر معادل دی. ما چې اوس ستا په وړاندې څو ځله کتاب وکوت په هغو کې هم همداسې وو، چې ستاسې د ناروغیو دلیل پرېشاني ده، بل څه نه دي؟
– زویه بلکل یې منم، په خدای چې تل پرېشانه یم. ټوله ورځ زه یم او چورتونه!…
– بس، … همدغه خبره ده، ولې پرېشاني کوئ؟. څه غم نشته او څه ستونزه ده؟
– والله زویه یـ .. یوه نادوده خو نه ده ته خو دلته نشته یې ماته معلومېږي!!
– زه به دا ځل تاسې ته ګولۍ راوړم خو ته هم یو پرهیز وکړه.
– خیر یوسې… په سترګو… په سترګو! له څه شي پرهیز وکړم؟
– پرېشاني پرېږده. ځان خوشاله ساته. د دنیا کړه وړه الله ته پرېږده.
– ښه وايې ډاکټر صاحب، خـ، خو نه کېږي، چې نه کېږي نو نه کېږي. هغه کربوړی پاشمګل نه دی، پرون راغلی ؤ، ویل یې چې هغه ستر پټی را باندې خرڅ کړه، ما ته نږدې دی، زه باغ پکې جوړم، اوس خو هغوی پیسې پیدا کړې، که داسې وي سبا موږ ټول له کلي شړي…. والله که یوه لوېشت ځمکه ام ورکړم، غواړي ما له کلي ورک کړي… نه یې ورکوم، یوه لوېشت ام نه ورکم! الله ام جار شم، چې هر چا ته یې پیسې ورکړې! …… تر ډېره همداسې په غوسه کې ډوب ؤ.
– دا نو څه خبره ده!؟ ځمکه ستا ده، مه یې ورکوه نو پرېشاني ولې کوې!؟ ګوره دادا، ته خو ډېر هوښیار او تجربه کار سړی یې، هغوی چې څه لري زحمت یې ایستلی، خدای پاک په خپله هغوی ته له خپله درباره ورکړي، ستا برخه خو یې نه ده ورکړې. که د الله په ورکړه خفګان ښکاره کوې معنی دا ده چې د الله په کړو وړو اعتراض لري. نو څوک چې دالله په کړو وړو اعتراض ولري، هغه به خامخا پرېشانه وي خامخا به ناروغ وي!! له چا سره حسد کول یوازې او یوازې ستاسې د بدن هډوکي ولې کوي او هغوی به خبر هم نه وي.
– (یو ځل بیا لکڼه د نازکمیر په سترګو کې تېره شوه): آهـــــه، ښه وایې ډاکټر صاحب، ښه وایې. خو دا به ووایم چې ما هم باید له پاشمګل سره په ښه کار کې سیالي کړې وای!! خیر اوس هم ناوخته نه دی.

Comments