اوسنی وضعیت او د دیني علماوو مسوولیت

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
په نوره نړۍ کې او د نورو دینونونو پیروان ولسونه په حکومت راټولوي چې نظام يې په پښو ودریږي، خو افغانستان کې ډيره کله دیني علماء خپل دا مسوولیت هیروي او په یوه پلمه نه یوه پلمه ځان تېرباسي.
له تېرو څو کلونو راهیسې ځینې دیني علماوو خپل مسوولیت ادا کړی او یا یې ورپام شوی، خو لا هم زیات شمېر دیني علماء د هېواد او ولسونو د هوساینې لپاره هغه ډول چې پکار ده، مسوولیت یې نه دی ادا کړی.
هغه ورځ یو ملګري کیسه کوله چې جومات کې دیني عالم یو حدیث بیان کړ چې ما په خپل پیدایښت له دیني عالم څخه نه و اوریدلی او په اوریدو یې حیران شوم او ځینې ملایانو ته مې ښیراوې وکړي چې ولې یې ځینې مسایل له موږ پټ ساتلي دي.
هغه حدیث شریف داسې و چې:
یوه ورځ رسول اکرم ص د جګړې په لښکر کې اسامه بن زید هم ولیږه، اسامه بن زید هغه څوک چې په پیغمبر ص دومره ګران و چې خدای پاک ته به یې دعا کوله چې هغو خلکو سره مینه وکړه، کوم خلک چې اسامه بن زید سره مینه کوي.
راوي نقل کوي چې اسامه بن زید په جګړه کې له کفارو سره ونښت او په دې نښته کې یې یو کافر ولید چې هرې خواته غلچکي بریدونه کوي او شاوخوا نهه صحابه یې شهیدان کړل، کله چې د اسامه بن زید په دې کافر نظر شو نو هدف کې یې واخیست او بلاخره د یوې ونې شاته ترې پټ شو.
کله چې کافر ولیدل چې اسامه یې وژني، نو همغه وخت یې وویل چې زه اسلام راوړم، خو اسامه بن زید ، هغه سړی وواژه او کله چې محمد ص ته کار ګذاري اوروله او دا کیسه یې ورته وکړه نو رسول الله ص ترې مخ واړو.
محمد ص ورته وویل چې تا سم کار نه دی کړی، ځکه هغه تسلیم شوی و، اسلام یې راوړ او تا وژلی دی، نو اسامه بن زید ارمان وکړ چې کاش زه کافر وای او همدا نن مسلمان شوی وای چې هیڅ ګنا مې نه وی کړی.
نو دا حدیث مې دلته ځکه ذکر کړ چې دیني علماء خو دومره مسوولیت لري چې خلکو ته وواي چې د مسلمان وژل ګنا لري او بیا داسې مسلمان چې هیڅ د جګړې اړخ نه دی او یا بې وسلې دی، لکه څنګه چې طالبانو او داعشیانو په تېره یوه میاشت کې شهیدان کړل.
دیني علماء که همدا حدیث تشریح کړي او د خلکو اذهان پرې خلاص کړي، نو فکر کوئ چې په یوه مسلمانه ټولنه کې به یو څوک زړه ښه کړي چې ځان ته چاودنه ورکړي او نور مسلمانان ووژني، خو ځواب یې نه دی.
همدا اوس د افغانستان وضعیت ځانمرګي بریدونو خراب کړی، په ځانمرګو بریدونو کې څوک شهیدان کیږي، څوک یې قرباني دي، ایا دیني علماء مسوولیت نه لري چې په دې برخه کې خلکو ته هر څه په ډاګه ووايي، هغه څه چې قران او احادیثو یې ذکر کړی دی.
که نن په عامو خلکو ده او عالم فکر کوي چې ماته خو څه نه وایي، داسې ورځ رارسیدونکي ده چې ستا په سر به هم د دې وحشي ډلو تیغ ودریږي او د مرګ زیری به درکړي، ځکه لیدلي به مو وي چې څومره دیني عالمان د طالبانو او داعشیانو له لاس شهیدان شول.
بله دا چې دیني علماء مسوولیت لري او د دې پوښتنه به ورځ په قیامت ترې کیږي چې څنګه یې د حق غږ نه دی پورته کړی، څنګه د بې ګنا مسلمان ویني تویدلې او تاته مالومات و چې دا وینې ناحقه او ناروا جګړه کې تویږي خو تا ځکه حق نه وايي چې پلمې دې ورته لټولې.
له نیکه مرغه به ووایو چې اوس یو څه د دیني علماوو پام هم راووښتی او دا یې درک کړې چې نور باید د ډله ییزو وژنو په تړاو چوپه خوله پاتې نه شي، خو ځینې نور علماء چې په دې تړاو چوپه خوله دي، تمه ده چې جرات وکړي او خپله غاړه خلاصه کړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply