اوسنی بحران یوازې د دښمن ژرندې ته اوبه تویول دي!

comments 0

درنو هېوادوالو:
ګران هېواد مو له سخت ستونزمن پړاو څخه تیرېږي، بهرنې او کورني دښمنان مو هره شیبه په کمین کې ناست دي تر څو زمونږ له خپلمنځي شخړو او کورنی تاوتریخوالی څخه ګټې پورته کړي او پدې ډول ځانونه خپلو ناوړه او شومو موخو ته ورسوي، دښمن مو پدې ښه پوهېږي چې د افغانستان په نا امنیو او کډوډۍ کې د دوې ګټې خوندي دي، همدا لامل دی چې دوی تل د جګړی، ناامنیو او اختلافاتو اور ته لمن وهي، ترڅو زمونږ مظلوم او زوریدلې ولس پکې وسوځي، ځکه خو تل د کړکیچ په رامنځته کولو سره اوبه خړوي او کبان نیسې.
ولس مو ښه پوهېږي چې ډېرې سیاسیون، احزاب او … مو خپلواک ندي او نه د هېواد لوړو ملی ګټو او ارزښتونو ته ژمنتیا لری، برعکس د بهرنیو کړیو په اشاره او د هغوي د پيسو په زور موجوده مشروع حکومت ترګواښ لاندې راولي او خلک مو له ګنو ستونزو سره مخ کوي، اوسنې نظام هر اړخیز قانوني او مشروع بڼه لری چې د ولس د آزادو ټاکنو په پایله کې منځ ته راغلې او ترڅو چې یې خپله رسمي موده او قانوني پړاو نه وي پوره کړي ترهغې پوره هیڅ سیاسي اپوزسیون او خوځښت حق نلري چې د حکومت د راپرزولو ګواښ او کوښښ وکړي.
د موجوده ادارې خلاف هر ډول غونډي او هلې ځلې پرته له دې چې د دښمن لپاره کار وکړي او د هغوي ژرندې ته اوبه توئ کړي بله هیڅ ګټه او لاسته راوړنه نلري، په اوسنې حکومت هغه کړی ډېرې نیوکې کوي چې شخصي او ګوندي ګټې په خطر کې ويني، همدا ده چې د خپلو بهرني بادارانو په لمسون د نظام د راپرزولو کوښښ کوي، که په ریښتیا هم له دوې سره د خپلو خلکو او خاورې فکر او غم وي هيڅکله به هم دوې خپل هېواد د بحران او انارشیزم سره نه مخامخ کاوو، ځکه چې ګډوډي او د ثبات نشتون د هيچا په ګټه ندې، خلک او ولس مو د ګڼو امنیتي، سیاسی، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دې، د دې وخت رارسیدلې چې ټول سیاسي ګوندونه او مختلف اړخونه لاسونه سره یو کړی او هېواد د سمسورتیا او آبادۍ لپاره په ګډه کار وکړی او خپل خلک له شته ګواښونو او ورپيښو کړاونو وژغوري او پدې ډول خپلو خلکو ته ډاډمن او سوکاله ژوند برابر کړي، غوره خبره خو دا ده چې د خپلو چارواکو او حکومت ترڅنګه ودریږي او د ښې حکومتوالۍ په موخه خپلې تجربې او مشورې له هغوي سره شریکي کړي او په ګډه سره خپل خلک او خاوره د ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ سره د سیالې جوګه کړي، ځکه چې په هیواد کې روانو سیاسي حالاتو ته په کتو سره، هر ډول سیاسي، حزبی، قومي او ژبنی تاوتریخوالې ته لمن وهل د هیڅ یو سیاسي جریان په ګته ندی، یوازې او یوازې ځیني مشخصي کړۍ او د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان له اوسنۍ کرکیچ څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه پورته کوي.
نو دهیواد حساسو شرایطو ته په کتو سره لازمه ده چې د غونډو، لاریونونو او نیوکو پرځاي باید یو بل ته د ورورولئ لاسونه ورکړو، یو بل ته غیږې پرانیزو، په ګډه د ملي یووالې لپاره کار وکړو، د اعتماد فضا رامنځ ته کړو، د سراسري سولې لپاره هلې ځلې وکړو، دغې ټپل شوي جګړي ته د پای ټکې کيږدو، ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړو، خپل زوریدلې او کړیدلې ولس مو د څو لسیزو کړاؤنو او جګړو له اور څخه د تل لپاره وژغوړو، ځان ځاني ته د پای ټکې کیږدو، افغانستان د ټولو میتشوقومونو ګډ کور وګڼو او د یو لوی او واحد چتر لاندې راټول شو.
لیکوال: ملکزاده

Comments

Leave a Reply