اوبو په اړه د ایران ولسمشر څرګندونې د طالبانو جلاشوې ډلې لخوا وغنډل شوې

comments 0

هندوکش – کابل: د طالبانو جلاشوې ډلې د عالې شورا غړو د ایران ولسمشر وروستي څرګندونې وغنډلې.ستان
د ملا رسول ډلې تر نامه لاندې کومه جلا شوې طالب ډله چې افغانستان کې ملي منافعو ته ژمن دي او افغانستان کې دننه فعالیت کوي دافغانستان داوبو او د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د ایران ولسمشر په افغانستان کې داوبو د بندولو پر جوړولو اعتراض کړی و او زیاته کړې وه، چې دا بندونو ایران ته زیان رسوي.
عبدالرحمن نیازي د ملا رسول ډلې د طالبانو د عالي شورا ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ايران د ولسمشر حسن روحانى بي مسٶليته څرګندونې کړې دي.
دغې ډلې د ایران دولسمشر څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ پر ضد او افغانستان سره د دښمنۍ په معنی بولي .
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې : افغانستان ازاد او خپلواک هیواد دی ، اوبه یې د افغانانو خپل ملکيت دی، موږ د ايران له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چي په راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغان حکومت کوښښ لري ترڅو وکولای شي د افغانستان اوبه چې پاکستان او ایران ترې خوند آخلي تر کنترول لاندې راوړي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply