اهل هنودو ته د ولسمشر مرسته ورسیده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د جلال اباد د پېښې قربانیانو اهل هنودو ته د ولسمشر نغدي مرسته ورسیده.
د ننګرهار والي حیات الله تېر ماښام ناوخته اهل هنودو هېوادوالو د قربانیانو کورنیو سره د غمرازۍ او غمشریکې په موخه د جلال اباد مرکزي درمسال ته ولاړ او د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ یې د ولسمشر له لورې دوی ته نغدي مرسته هم وسپارله .
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې نوموړي د اهل هنودو هېوادوالو د قربانیانو کورنیو سره د جمهور رئیس ، ولایتي ادارې او د ننګرهار د ولسونو د خوا خوږۍ او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل .
حیات الله حیات ویلي، په ننګرهار کې د نورو په څېر به د اهل هنودو وطنوالو ټولو حقوقو ته درناوی وکړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي،چې پر دوی ظلم او زیاتی وکړي .
ننګرهار والي وویل، د پېښې د څېړنې په موخه پلاوی ټاکل شوی او که د څېړنې وروسته په کې د امنیتي ارګانونو نیمګړتیا ثبوت شوه،قانوني چلند به ورسره ترسره کړي .
فرهاد شهراني

Comments