انګلیسي رسنۍ: بریتانوي شبکې القاعده سره د اتیا ملیونو پونډو په کچه مرسته کوله

comments 0

هندوکش – انګلستان: بريتانيوۍ ډېلي ټېلېگراف ورځپاڼه وايي د اسيايي ټبرو بريتانيويانو يوې شبکې له لوري القاعدې سره تړلي ترهګر په افغانستان او پاکستان کې له مالي پلوه سمبال شوي دي.
د ورځپاڼې په وينا د سندې ټايمز يوې دوه کلنې پلټنې ښودلې چې د دوو لسيزو په اوږدو کې د اسيايي توکمو بريتانيويانو يوې شبکې د ماليو او د حکومت د مالي مرستو د غلا، يا کورد پېرودنې لپاره د پور اخيستنې (مارګېچ) او د بانکي اعتبار کارت سره تړلو درغليو له لارې د بريتانيا له بيت الماله ميليونونه پونډ غلا کړي او ادعا شوې چې د پيسو يو سلنه، چې ٨٠ ميليون پونډ کېږي پاکستان او افغانستان کې القاعدې ته ورکړل شوې.
ورځپاڼه وايي دا پيسې پاکستان کې ان هغې ودانۍ ته هم رسېدلي وی چې اسامه بن لادن پکې مېشت و او په ٢٠١١ م کال کې د امريکايي ځواکونو له لوري هلته ووژل شو. ورځپاڼه وايي هغه ډله چې په ٢٠٠٧ م کال کې يې د لندن په اورګادي کې بمي چاودنې وکړې هم له دغه لارې سمبال شوې وې.
فکور نعیمي

Comments