انګلستان افغانستان ته 490 اضافي سرتیري استوي

comments 0

هندوکش – انګلستان: انګلیسي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې انګلستان پام کې لري چې افغان امنيتي ځواکونو ته مشوري او نظامي تربیې په موخه نور سرتیري واستوي.
د رسنیو په لیکنه، یاد سرتیري به ترهګرو پر وړاندې مبارزې کې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ اوږه په اوږه ودریږي او لارښونې سلا مشورې به ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په افغانستان کې د بریتانیوي ځواکونو 650 کسانو وظیفه ترسره کوله چې ترهګرو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په مبارزې کې سلا مشورې ورکولې.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د ناټو په چوکات کې 15 زره بهرني سرتیري په افغانستان کې فعالیت کوي.
فکور نعیمي

Comments