انډونيزيایی پلو

comments 0

لازم مواد :-
1- ورجي ( 750 ) ګرامه .
2- د چرګ پخې ميده سوي غوښي دوه ګيلاسه.
3- ميګو ( يو ډول كوچني دريابي ملخان دي ) 500 ګرامه .
4- د روميانو رُب دوې كاچغي .
5- اوږه يوه غوزه .
6- ادرك يوه كوچنۍ ټوټه .
7- خلال سوي پلۍ يوه كاچغه .
8- غوړي دوه سوه ګرامه .
9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
ورجي پخوو. ميګو په ايشولو اوبو كي ايشوو او اوږه كوټو او په يو دوو كاچغو غوړو كي يې سره كوو. او ميګو او چرګ ور اچوو وروسته بيا د روميانو رُب، شونډ، پلۍ مالګه، مرچ د يوه ګيلاس اوبو سره ور اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي او اوبه يې وچي سي. بيا د ورجو منځ ور خالي كوو او دا مواد ور اچوو او په ورجو يې پټوو او د دېګ سر ور بندوو، اور يې پر سر ور اچوو چي دم وكاږي.

Comments