انسان تښتوونکی په چادرې کې نیول شوی

comments 0

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې یو انسان تښتونکی چې د ښځو چادرې یې اغوستې وه، ونیول شو.
نیول شوی کس لال اغا نومیږی چې ملي امنیت منصوبینو نیولی دی.
نیول شوي کس اعتراف کړی چې د انسان تښتونو په زیاتو پېښو کې یې لاس درلود.
د یو بل خبر له مخې سره رود ولسوالۍ کې بیا د عبدالله او محمد هلال په نوم دوه طالبان نیول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply