انساني قاچاق تر ټولو خطرناک ګواښ

comments 0

هندوکش – کابل: د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله انساني چاقبران تر ټولو بې رحمه کسان وبلل چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره هر ناروا عمل کوي.
اجرایه رییس عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې انساني قاچاقبران د خلکو له مجبوریت ګټه پورته کوي او پر وړاندې یې جدي مبارزې ته اړتیا ده.
هغه چې په همدې تړاو یوې جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، افغانستان د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره قانون لري او د تطبیق لپاره به یې هڅې ګړندۍ شي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس وايي، افغانستان اوس د قاچاق په څلور لارې بدل شوی.
هغه انديښنه ښودلې چې انساني قاچاق لپاره ترهګرو ډلو زمینه برابره کړې او افغانستان له دې خطرناک قاچاق څخه سخت رنځ وړي.
امریکا ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې د انساني قاچاق مخه ونیسي.
د امریکا سفارت د مدني ټولنو یو ګډ بنسټ ته په دې برخه کې امکانات برابروي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره کار وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments