اندونیزیا کې زلزله شوې

comments 0

هندوکش – اندونیزیا: اندونیزیا کې زورورې زلزلې نږدې ۵۰ تنه مړه کړل.
نړیوالې میترولوجي ادارې دغه زلزله د ریکتر په کچه ۷.۵ درجې بللې ده.
چارواکي وايي دا زلزله د پالو په نوم ټاپو کې شوې چې ۳۰۰ زره کسان په کې اوسیږي.
پالو ټاپو کې د ژغورنې چارواکي وايي اوبه له خپلې سطحې دوه متره راپورته شوې وې او دوی سیمې ته رسیدلي چې بند پاتي کسان وژغوري.
تیره میاشت د اندونیزیا په لمبوک ټاپو کې هم زورورې زلزلې د شاوخوا ۴۶۰ تنو ژوند واخیست.
په بالو ټاپو کې د تیرې ورځې د سختې زلزلې له امله د لسګونه کسانود ژوبلیدو خبر هم ورکړل شوی دی.
محمد حنیف بیدار

Comments