انحصاري سوله

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د دفتر په لټه کې دي او د دې کار لپاره یې له ډیرو هېوادونو او طالب استازو سره خبرې کړي، خو طالبان بیا هم د پاکستان له غیږ نه راجلا کیږي او د سولې خبرې د پاکستان په منځګړتوب پورې مشروطې بولي.
افغان حکومت په ډاګه طالبانو ته ویلي چې د بین الافغاني سولې لپاره حاضر دي چې طالب استازو ته په کابل کې خوندي دفتر برابر کړي، خو طالبان له دې هر څه انکار کوي او نه غواړي چې له افغان حکومت سره بین الافغاني سوله وکړي.
افغان حکومت هم پوهیږي چې طالبان د پاکستان له انحصاره نه شي خلاصیدلی، نو هڅه یې دا ده چې د طالبانو مشرانو ته د خبرو له لارې قناعت ورکړي چې څنګه کیدای شي د پاکستان له غیږ راووځي او د جګړې د بس لپاره یو متوازنه لار پيدا کړي.
د پآکستان په منځګړتوب افغان حکومت هیڅکله سوله نه غواړي، داسې نه ده چې ګنې افغان حکومت سولې ته اراده نه لري، خو دا چې پاکستان په منځګړتوب کې درانه امتیازات غواړي، افغان حکومت حاضر نه دی چې د سولې دا درنه بیه پرې کړي.
طالبان هم په دې ښه پوهیږي چې د پآکستان په منځګړتوب د سولې پروسه کې به پاکستان ته امتیازات ورکول کیږي، خو بیا یې هم د سولې خبرې د پاکستان په نظر شاملولو او د هغه هېواد په منځګړي مشروطې کړي.
تاسو به اوریدلي وي چې تېره ورځ ولسمشر غني د سولې په یو کنفرانس کې په ډاګه وویل چې طالبان دې د سولې واک ګاونډیانو ته نه ورکوي، ځکه ګاونډي هېوادونه د سولې په بدل کې له افغانانو دومره درنه بیه غواړي چې هیڅ افغان او هیڅ حکومت حاضر نه دی چې دا بیه پرې کړي.
پاکستان د سولې په بدل کې د ډیورنډ کرښې رسمي کیدل، له هند سره د افغانستان د بهرني سیاست راکمول او طالبانو لپاره ځینې سیمې غواړي چې بیا به پکې پاکستان جنرالان هم له طالبانو سره ګوري او لنډ په لنډه به د نیابتي جګړې لپاره کار کوي.
طالبان ښه په دې پوهیږي چې پاکستان یې د خپلو ګټو لپاره کاروي، د جګړې لپاره امکانات ورته برابروي او کله چې د سولې خبرې منځ ته راشي، د پاکستان له مشورې پرته یوه خبره هم نه شي کولای، د طالبانو دا پریکړه د هغو طالب مشرانو له لوري کیږي چې همدا اوس له پاکستان سره ګرو دي.
افغان حکومت په تمه دی چې طالبان د سولې لپاره شرطونه وړاندې کي، خو دا چې پاکستان خوښه نه ورکوي، نو شرطونه یې د بهرني ځواکونو په وتلو پورې مشروط کړي، ځکه پاکستان پوهیږي چې دا بهرني ځواکونو حضور تر نامالوم وخت پورې حتمي دی او په دې شرط سره جګړه لا اوږدیدای شي چې پاکستان یې غواړي.
افغان حکومت په ترکیه، مسکو، چین او نورو هېوادونو کې حاضر دی چې له طالب مشرانو سره د سولې خبرې وکړي، خو په پاکستان کې ځکه له طالبانو سره خبرې نه کوي چې د طالبانو تر څنګ پاکستان هم درانه شرطونه لري او پاکستان هڅه کوي د طالبانو په نفوذ ځان هم عدف ته ورسوي، خو افغان حکومت به هیڅکله اجازه ور نه کړي.
افغان حکومت چې اوس د سولې خبرې بیا راګرمې کړي ، د طالبانو د قطر یو پلاوي د مولوي شهاب الدین په مشرۍ اسلام اباد ته رسیدلی چې هلته له خپلو بادارانو (ای ایس ای) سره مشوره وکړي چې د سولې په خبرو کې کوم ډول مخ ته لاړ شي چې هم طالبان څه لاسته راوړي او هم پاکستان.
افغان ولسمشر په ډاګه ویلي چې د سولې په بدل کې به هیڅ هېواد ته امتیاز ور نه کړي او هغه سوله هم نه کوي چې بین الافغاني نه وي، دا پریکړه د ملت ده او ولسمشر د ملت اراده تمثیلوي.
د طالبانو هغه مشران چې په پآکستان کې اوسیږي، د سولې د خبرو واک هم له هغوی سره دی او د جګړې واک هم له هغوی سره ده، افغانستان کې کومې ډلې چې دي یواځې د جګړې او سولې امر ته ناست دي او نورې پریکړې یې ټولې له کویټې، کراچۍ، اسلام اباد او پنجاب څخه کیږي.
نو که طالبان رښتیا افغانان وي، بیا ولې هرې خبرې کې پاکستان منځ ته راوړي، که سوله وي او که جګړه وي، باید په کور دننه وي او هره پریکړه یې باید د افغانانو په خوښه د افغانانو ترمنځ وشي.

Comments

Leave a Reply