انجلینا د سولې خبرو د ښځو ونډه غواړي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي اداکارې انجلینا جولي په ملګروملتونو کې د افغان سولې بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی

جولي چې د کډوالو د برخې فعاله هم ده وایي د افغانستان دسولې روان بهیر کې دې افغان میرمنو ته وڼده ورکړل شي

دغې مشهورې اداکارې ویلي ،د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره برخه کې د سولې او ټیکاو ترهغې  ناممکن دی چې ښځو ته پراخه ونډه ورنکړل شي او ددوی حقونو ته پام ونشی

د افغان سولې بهیر کې د ښځو په ونډې داسی مهال ټینګار کیږي چې په کور دننه هم د ښځو اندیښنه دا ده چې د سولی برخه کې ښځې له پامه غورځول شوي .

خو افغان حکومت ډاډ ښودلی چې د سولې پروسه کې د ښځو حقوق او لاس ته راوړنې ورته سرې کرښې دي.

فکور نعیمي

Comments