انتونیو ګوتریش له سعودي غوښتي چې د خاشقجي مرګ ډاګیزه کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: له ملګرو ملتونو له دفتره په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د ورک شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي په تړاو باید حقيقت په ډاګه شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې انتونیو ویلي، دغه ډول پېښې مخ په ډېرېدو دي او نړیواله ټولنه به يې ونه زغمي.
د سعودي د کورنيو چارو وزیر ویلي، هغه تورونه چې هېواد يې د خاشقجي په ورکېدو کې مسوول بولي، ناسم دي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې د ورک شوي سعوي خبریال موضوع له سعودي پاچا سلمان سره راپورته کوي.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې پر ریاض د خاشقجي د ورکېدو پر سر نړیوال فشار مخ په ډېرېدو دی.
ویل کېږي چې نوموړی تېره اونۍ په استانبول ښار کې د خپل هېواد کونسلګرۍ ته له ورتګ وروسته د سعودي چارواکو له خوا وژل شوی دی.
ټرمپ خبریالانو ته وویل، له سعودي واکمن سره تر اوسه نه دی غږېدلی، خو ژر به ورته زنګ ووهي.
یو سعودی پلاوی ترکیې ته رسېدلی چې د دې ادعا شوې وژنې په اړه په ګډو پلټنو کې ګډون وکړي.
ترکي سرچینې وایي مستند شواهد لري چې د سعودي یوې امنیتي ډلې خاشقجي وژلی، خو سعودي بیا په دې کې خپله ښکېلتیا ردوي.
فکور نعیمي

Comments