انتخاباتي کمېسیونونه نن خپل اداري پلاوي وټاکی

comments 0

هندوکش_ کابل: د افغانستان انتخاباتي کمېسیونونه نن سې شنبه خپل اداري پلاوي وټاکي.
دا به د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو ګمارل شویو کمېشنرانو لومړنۍ رسمي غونډه وي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل:
د ولسمشر د فرمان سره سم ټاکل شوې د دوی په لومړنۍ جلسه کې اداري پلاوی چې د کمېسیونونو رئیسان، مرستیالان او منشیان په‌کې شامل دي ټاکل کېږي او بیا به وروسته پر کاري لومړیتوبونو بحث وشي.
دغه نوي کمېشنران د ولسمشر له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو د پخوانیو غړو تر عزل کېدو وروسته معرفي شول.
د ۸۱ کمېشنرانو څخه چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له‌خوا معرفي شوي وو، ۱۲ تنه د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیونونو لپاره وټاکل شول.
د دوشنبې په ورځ نویو کمېشنرانو په ارګ کې لوړه وکړه.
عبیدرادپور

Comments