اناردره ولسوالي بیرته افغان ځواکونو ونیوله

comments 0

40 Views

هندوکش – فراه: د فراه ولایت اناردرې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ودانۍ چې تیره شپه طالبانو نیولې وه بیرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله.
هلته باوري سرچېنو ویلي، چې طالبان یې له دوو خواوو کلابند کړي دي.
د تیرې شپې په دغه نښته کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون پنځلس افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي خو تر اوسه د طالبانو لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره مالومات نشته.
د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې او اوس په شاوخوا سیمو کې جګړه روانه ده.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments