امنیت شورا: طالبانو فریبانه تبلیغات کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما خپور شوی راپور تر ارزونې لاندې نیولی دی.
امنیت شورا ویلي، طالبان د اذهانو تېر ایستلو لپاره په ظاهره د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادعا کوي؛ خو نشر شوي راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې عاملین دغه ډله او نورې ډلې بلل شوي.
امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې باور ښودلی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره له ټول دقت کار اخلي او دغه موضوع تل تعقیب او ټینګار پرې کېږي.
امنیت شورا خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د جګړې د شیوې تغییر په هدف منظمو پلانونو باندې کار کوي، چې د وسله والو په تشخیص، ځپلو او همدا شان د ملکي تلفاتو په کمېدو کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
امنیت شورا وایي، اوس افغان ځواکونه په ډير احتیاط عملیات کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي، خو طالبان دي چې د خلکو له کورونو د سنګر او له خلکو د سپر په توګه کار اخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments