امنیت شورا د الماني پوځیانو تمدید ستایلی

comments 0

هندوکش – کابل: افغان دولت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د جرمني فدرالي جمهوریت د ځواکونو پاتې کېدل ستایي.

د ملي امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته په لیږل شویو اعلامیو کې لیکلي، افغانستان کې د المان فدرالي جمهوریت د سرتیرو د پاتې کېدو د مودې غځېدو پرېکړه ستايي.

آلمان په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د روزنې، مشورې او له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې برخه کې دوامداره همکارۍ کړي.

بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا وایي، دوی د المان دولت او خلکو له ملاتړ مننه او قدرداني کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments