هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي مسولین وايي چې ددې ولايت په ناامنۍ کې پاکستانيان نيغ په نيغه لاس لري.
دوی وايي چې د ياد هیواد استخباراتي اداره کوښښ کوي ننګرهار ناامنه شي او په همدې ولايت کې ترهګرو ته روزنیز مراکز جوړ شي.
د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرحمان رحيمي وایي داچې آی اس آی استخباراتي شبکه غواړې ننګرهار کې روزنیز مرکزونه فعال کړې له همدې لامل کرښې ته نږدې مو د وسلوالو ضد ځانګړي او ګډ عملیات ډېرکړي، چې په درې اوونیو کې ۱۶۸ مخالفین وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ترهګرو پر وړاندې مبارزې سربیره پولیسو د مجرمینو پر وړاندې په اقداماتو کې ۱۸۳ تنه هم نیولي دي.
ویل کیږي چې د ناامنیو ځانګرې لامل د ننګرهار په ۱۶ ولسوالیو کې د کوکنارو او چرسو کړل دي چې د خلکو اندیښنې رامنځته کړي دي.
ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي چې پولیسو د نشه يي توکیو پر ضد په هڅو کې له تېرو درې اوونیو راهیسې ۱۰۹۸ کیلوګرامه بېلابېل نشه يي توکو په تړاو ۱۳ تنه هم نیولي دي.
فرهاد شهراني
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.