امنیتي چارواکي: کندز کې ۱۱ ترهګر طالبانو وژل شوي

comments 0

په شمال ختیځ زون کې د افغان پوځ چارواکي د کندز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
۲۱۷ پامیر قول اردو په هغه خبرپاڼه کې- چې نن سهار خپره شوه وايي، دا عملیات تېره شپه د کومانډو ځواکونو او د ملي امنیت د صفر ۹ قطعې له خوا د چاردرې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې وشول.
خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ځواکونو د دې عملیاتو پرمهال له طالبانو څخه زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات هم ترلاسه کړل او همداراز د هغوی درې مرکزونه او څلور سنګرونه یې له منځه یووړل.
نجیبه سروري

Comments