امنیتي چارواکي: فاریاب المار او قیصار ولسوالۍ کې به ډیر ژر تصفیوي عملیات پیل شي

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ډیر ژربه د قیصار او المار په ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو په موخه تصفیوي عملیات پیل شي.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې له مرکز څخه تازه دمي ځانګړي ځواکونو رارسیدلي او ډیر ژر به د المار او قیصارولسوالیو په مربوطاتو کې ځای پرځای شي.
په ورته مهال کې د المار او قیصار ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې نور په یادو ولسوالیو کې د طالبانو له ظلمونو او وحشتونو څخه په تنګ راغلی یوو.
دوی همدا راز له افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل، چې په یادو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد ژر تر ژره پراخ عملیات په لاره واچوي او یادې سیمې د طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې کړي.
عاطفه مصمم

Comments