امنیتي چارواکي: زیات شمېر سیمې له طالبانو پاکې شوي دي

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه وايي، چې هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات تر سره کړي دي او زیات شمېر سيمې يې له وسله والو پاکې کړي.
خبر پاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د هغوی یو شمیر وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.
خبر پاڼه زیاته وي، عملياتو پر مهال يې ۲۰ کيلومتره ساحه له وسله والو طالبانو پاکه کړې، ۱۱ وسله وال طالبان پکې وژل شوي او۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
باید وویل شي، چې په تر سره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتئ.
عبدالله اڅکزی

Comments