امنیتي ځواکونو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو بريد پر شاه تمبولی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا درانی وایي، وسله والو تېره شپه لومړی غوښتل، د معروف ولسوالۍ د کلينیک پر پوسته موټربم بريد وکړې، خو له پيژندلو وروسته له منځه وړل شوی دی.
دراني وویل،چې وروسته وسله والو پر ياده امنیتي پوسته ډليز بريد وکړ، چې د امنیتي ځواکونو لخوا پر شاه وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، چې له وسله والو سره په ترسره شوې پنځه ساعته جګړه کې درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند وویل، چې وسله والو ته هم په دې جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
طالب وسله والو ‎ د برید مسولیت منلی او ګڼو سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلي ادعا کړې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments