امنیتي ځواکونو د هلمند کندهار لويه لار په بشپړ ډول خلاصه کړه

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت امنیه قوماندان ولي جان سرحدي وايي، چې تیره ورځ د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د هلمند او کندهار ولایت لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه او د طالبانو له شتون څخه موپه بشپړ ډول پاکه کړه.
نوموړی وايي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د طالبانو د یوه مشهور طالب قوماندان ملا شرافت په ګډون لسګونه نور وسلوال طالبان وژلي دي.
ښاغلی سرحدي وايي، چې د هلمند او کندهار ولایتونو د لویو لارو په اوږدو کې ۵۰ کړۍ بیلا بیل ماینونه مو کشف او له منځه یوړل.
نوموړې زیاته، چې په راتلونکو دوه ورځو کې به یې د ولسي وګړو او موټروپه وړاندې خلاصه شي.
په ورته وخت کې د هلمند ولایت اوسیدونکي وايي، طالبانو دغې لويې لارې کې ماينونو د ځای پر ځای کولو سربېره، پلونه او پلچکونه په بمونو ویجاړول او د ملکي خلکو مسافرو د تګ و راتګ لپاره يې ګڼ شمېر ستونزې رامنځ ته کولې.
دوی همدا راز له طالبانو غوښتي، چې د ولسي وګړو له وژلو اود عامه تاسیساتو له منځه وړلو څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
عبدالله اڅکزی

Comments