امنیتي میثاق: کابل کې ۲۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، څلورمې، اومې، لسمې، اولسمې او نولسمې ناحیو او همدارنګه د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، د وسایطو غلا، قتل، ژوبلې، د اسنادو جعل او تذویر، شکونې، د موبایل غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او همداراز د عامه امن او نظم د اخلال په تور تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
له دې کسانو څخه درې میله تفنګچې او یوه عراده غلا شوې لېږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي میثاق برنامه، د خلکو امنیت د خوندیتوب او په ښارونو او کلیو کې د جرمونو او جنایتونو له ډولونو سره د موثرې مبارزې په موخه؛ تدوین شوې برنامه چې اوس مهال د پلي کېدو په حال کې ده.
دا لړۍ به د کابل وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي.
په یوه سرتاسري مشورتي پروسه کې چې جمهور رییس، څه موده مخکې له هېوادوالو سره لرله؛ د امنیت ټینګښت او ټولنه کې د قانون حاکمیت، د خلکو له مهمو غوښتنو څخه وو، چې د هغه پر بنسټ، امنیتي میثاق، د خلکو غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د حکومت د مهم ګام په توګه پورته کېږي، چې له امله یې په جرمونو کې کافي کموالی راغلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments