امنستي انترنیشنل: پاکستان دې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ بنده کړئ

comments 0

هندوکش – امریکا: د بښنې نړیوال سازمان لخوا په خپور شوي خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښټل شوي چې، ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ بنده کړي او ددې کار د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.

د بشري حقونو د ملاتړ دې سازمان ویلي، د وګړو جبري بې درکۍ له ډېرې مودې راهیسي د پاکستان پر لمن تور داغ دی. یاد سازمان ویلي، په پاکستان کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو ټول غړي، د بشري حقونو مدافعان، سیاسي فعالان، د وسله والو او داسې مذهبي ډلو غړي چې فعالیت یې منع دی لادرکه شوي دي.

په پاکستان کې په دې اړه د څېړنې ځانګړي کمیسیون ویلي، چې لږ تر لږه د ۲۱۷۸ کسانو د بې درکۍ دوسیې ورسره پرتې دي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د بشري څارنې یو شمېر خپلواکې ډلې او مدني فعالان بیا پر دې کمیسیون تور پوري کوي چې ددې ستونزې د عاملانو پر وړاندې یې له خپل ټول صلاحیته کار نه دی اخیستی.

فکور نعیمي

Comments