امریکې کې یوې دولس کلنې نجلۍ پر زده کوونکو برید کړې

comments 0

هندوکش – امریکا: نیویارک ټایمز ورځپانې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د امریکا په کلفرونیا ایالت کې یوې دولس کلنې نجلۍ چې زده کوونکې په ټولګي کې وه په خپلو همټولګیانو وسله وال برید کړی چې مرګ ژوبله یې اړولې.
د ورځپانې پر بنسټ، پیښه د امریکا د کالفورونیا ایالت اړوند د لاس انجلس په ښار کې رامنځته شوې ده.
سیمې کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې د سال کاسترو په منځني ښوونځي کې ۱۲ کلنې زده کوونکې په خپلو همټولګیانو ډزې وکړې.
پولیس زیاتوي پیښه کې یو هلک او یوه نجلۍ چې زده کوونکي وو ټپیان شوي دي خو د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.
د یادې سیمې پولیس وایي چې اوسمهال برید کوونکې زده کوونکې د پولیسو لخوا ونیول شوه.
دا په داسې حال کې ده چې لنډه موده مخکې هم یو تن ۱۵ کلن زده کوونکي په ښوونځي په زده کوونکو ډزې کړې وې چې له امله يي ګڼ شمیر زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply