امریکې له پاکستانه ۹ ورکړل شوي چورلکې بیرته اخیستی دي

comments 0

هندوکش – امریکا: هغه چورلکې چې امریکا متحده ایالاتو لخوا پاکستان ته د پولو څارلو په موخه ورکړل شوي وې تیره ورځ بیرته ترینه اخیستي دي.
امریکایي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، امریکا دا چورلکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته ورکړې وې چې د پولو د کنټرول، د ترهګرو د څارنې ، د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې او مظاهرو د څار لپاره به ترینه استفاده کیده.
د امریکایی رسنیو په وینا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به د نوموړو چورلکو نه د استفادې نه مخکې په پاکستان کې د امریکا سفارت ته خبر ورکولو.
دا په داسې حال کې ده چې یادې چورلکې ۲۰۰۲ کال کې پاکستان ته ورکړل شوي وو چې څلور یې لنډه موده مخکې اخیستي او پاتې یې تیره ورځ ترینه واخیسته.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply