امریکې طالبانو ته تازه خبرداری ورکړی

comments 0

هندوکش ـ کابل: امریکايي چارواکي ویلي، چې که چېرې طالبان د هغه سیاسي او اخلاقي چوکاټ څخه چې د ستونزو او بحران د حل لپاره جوړ شوی وړاندې پښه کېږدي، دا ډله او نور ملاتړي به یې سخت زیان وګوري.
د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح وايي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار په یوې ټلېفوني اړیکه کې هغه ته ډاډ ورکړی که چېرې طالبان په دوحه کې د هغه اخلاقي او سیاسي چوکاټ څخه چې د کړکېچ د حل لپاره پرانیستل شوی بهر شي، دا ډله او ملاتړي به يې زیان وویني.
ښاغلی صالح وایي، چې له طالبانو سره به د سولې په مذاکراتو کې د نظام پر نوم، محتوا او ډول په تړاو هېڅ ډول معامله ونه شي.
د نوموړي په وینا، د دوحې مذاکراتو یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوه سیاسي او اخلاقي لاره پرانستې ده.
امرالله صالح زیاته کړې، د امریکا د ملي امنیت له مرستیال لیسا کورټیس سره مې اړیکه لرله، هغوی ډاډ راکړ چې دوحې د کړکېچ د حل لپاره یوه اخلاقي او سیاسي لار پرانیستې ده، که چېرې طالبان وغواړي چې له دې چوکاټ څخه بهر شي، زښته زیات به یې په زیان پرېوځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments