امریکي کي اورلګیدنې له امله ۱۶۵کسانوته مرګ ژوبله رسیدلې

comments 0

هندوکش – امریکا : دکالیفورونیا په شمالي ځنګونو کې اور بل شوي چي تراوسه یې ۱۶۵کسانوته مرګ ژوبله اوښتې اوتر۱۵۰نورډیرلادرکه شوي دي
ګاردین ورځپاڼه لیکي چې، د امریکا د کالیفورونیا د ایالت په شمال کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې په پایله کې د مړو شمیره تر۱۵ تنو لوړه شوې ، خولا داور لمبې نه ده کنترول شوې.
خو د امریکا داطفیائیه چارو مسولنیو ویلي چي تراوسه پورې ۱۶۵کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ،۱۵۰کسان پورې نادرکه دي اوتر۱۵۰۰ډیرکورنه او دوکانونه داورلوپه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې سیمۍ ته خلک سونوما هم ووایي چې په نړۍ کې دشرابو جوړولو ترټولو ستره اومشهوره تولیدونکي سیمه یادیږي.
کلفرونیا کې د ځنګلنو د محافظت اداره وایي: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۷ جلا جلا سیمو کې اورلګیدنې پيل شوي دي.
ویل شوي چې د دامریکاپه تاریخ کې دا ترټولو لویه اولګیدنه ځکه ده چې د اور لمبې یې د سن فرانسیسکو د ایالت څخه ښکاري .
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو په ۵نورو ایالتونو کې هم بیړنی حالت اعلان کړې په سیمو کې برېښناتللې خلک له ویرسره مخ دي فضاخړپړه ده ،تراوسه پورې دامریکاځايي حکومت په دې نه دی توانیدلی چي داور مخه ډب اویا کنترول کړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply