امریکا ۵۰ نورې بلک هاک افغان لوري ته سپاري

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال نیکولسن ورسره ژمنه کړې چې تر راتلونکې جولای میاشتې پورې به افغانستان ته ۵۰ نورې نوې بلک هاک چورلکې ورکړل شي.
دفاع وزیر وایي، دا مهال د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې درنې جګړې روانې دي چې امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوړي او په وینا یې دغه چورلکې به وکولای شي د ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه کمه کړي.
امریکا تراوسه یو شمېر بلک هاک الوتکې افغان هوایي ځواک ته سپارلي او په ځینو سیمو کې یې بریدونه هم کړي دي.
د دې چورلکو لپاره په کندهار کې په تېره میاشت کې پنځوس پیلوټان هم وروزل شول چې کولای شي په خپلواک ډول هوایي بریدونه وکړي.
بهرامي دغه راز وویل چې د سلما بند له جوړېدو وروسته او د بخش اباد بند د کار لومړي پړاو کې افغان حکومت له یوه نوي ‘دښمن’ سره مخامخ شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments