امریکا یو ځل بیا د همکاریو ډاډ ښودلی

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جوزف ووټل دنده پای ته ورسېده او په ځای به یې بل څوک چارې پیل کړي.
جوزف ووټل تیره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي او د سولې پروسې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او پیاوړتیا او د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه یې خبرې کړي دي.
ووټل ویلي، اوسنی ماموریت او کاري دوره یې پایته رسېدلې او پر ځای به یې داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي.
دغه راز غني ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه به ادامه ولري، څلوېښت کلن بحران به په اساسي توګه پایته ورسېږي او افغانستان به د تلپاتې او باعزته سولې خاوند شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments