امریکا یو ځل بیا د مرستو ډاډ څرګند کړی

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر محب د امریکا د متحدو ایالتونو له لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، د سولې بهیر کې به د افغانستان د خلکو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خوندي شي
ډاکټر محب یاد شوي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، له افغانستان سره د امریکا د سټراتېژيکو او اوږد مهاله همکاریو او مشارکت قدر داني وکړه.
امریکايي لوري د افغانستان د دفاع وزارت د ظرفیت او رهبرۍ له ښه کېدو خوشبیني څرګنده کړه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقویت لپاره يې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته په اشارې، په دې برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو له اقداماتو او همکاریو مننه وکړه.
هغه همدا شان زیاته کړه، چې د افغانستان د خلکو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې به د سولې بهیر په بري کې خوندي پاتې شي.
ډاکټر محب وویل، چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې په پرمختګ کې ښه نوښتونه لرلي او هم مهاله زمونږ اتل سرتېري د افغانستان له خلکو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه، چې په افغانستان کې به د تل پاتې سولې او ثبات تامین په خاطر هڅې روانې وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments