امریکا یوځل بیا روس ته خبرداری ورکړ

comments 0

هندوکش – روسیه: د روسیې معتبرې خبري سرچینې اسپوټنیک لیکي چې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په ونزویلا کې د روسیې د پوځي شتون په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې پدې سیمه کې د پوځي فعالیتونو د پراخولو لپاره د روسیې هر ډول اقدام به د نړیوالې سولې په وړاندې “مستقیم گواښ” وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ (مارچ ٢٩) په یوې اعلامیې کې ویلي “مونږ د لویدیځې نیمې کُرې بهر ټولو عواملو ته وایو چې ونزویلا او یا پدغه نیمه کره کې نورو سیمو ته د پوځي تجهیزاتو په استولو سره او یا د پوځي شتون د پراخولو په هکله پوره احتیاط وکړي”.

ښاغلي بولټن زیاته کړې ده “مونږ دغه ډول پارونکي اقدامات په سیمه کې نړیوالې سولې او امنیت ته مستقیم گواښ گڼو”.

روسیې د پنجشنبې په ورځ وویل د پوځي همکارۍ د یوې موافقې په اساس خپل “متخصصین” ونزویلا ته استوي، خو ټینگار یې وکړ چې دغه اقدام د سیمې ثبات ته هیڅ گواښ نه پیښوي.

محمد حنیف بیدار

Comments